پوتين: پر اوکراين پوځي فشار زيات شوی او د جګړې ابتکار زموږ په لاس دی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ګډو ځواکونو د يوه قوماندانۍ له قرارګاه څخه د کتنې وروسته وويل چې د روسيې پوځ د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې په ټولو محاذونو کې پوځي فشار زيات کړی او د جګړې ابتکار يې په خپل لاس کې ساتلی دی.
پوتين وويل چې د روسيې وسلهوال ځواکونه د هغه څه په ترڅ کې چې مسکو يې «ځانګړې پوځي عمليات» بولي، خپلې ټاکل شوې دندې ترسره کوي او په لومړنيو کرښو کې پرمختګونه ترلاسه کړي دي. هغه ټينګار وکړ چې د جګړې له ډګر څخه مثبت خبرونه د روسيې خلکو ته رسېږي او مسکو د خپلو ټاکل شويو هدفونو د پوره کولو په لټه کې دی.
ولسمشر پوتين همدارنګه ادعا وکړه چې هېواد يې د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره سياسي او ډيپلوماټيکې لارې غوره ګڼي، خو د هغه په وينا، د کييف چارواکو د شخړې د سوله ييز حل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی. پوتين خبرداری ورکړ چې که ډيپلوماټيکې هڅې ناکامې شي، مسکو به خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي.
هغه د روسي ځواکونو پرمختګونه په ځينو سيمو، لکه زااپوريژيا او دونېتسک، د پوځ د روزنې او چمتووالي پايله وبلله او ويې ويل چې دا خوځښتونه کولای شي د نورو پرمختګونو زمينه برابره کړي. پوتين يو ځل بيا د اوکراين ختيځو سيمو د اوسېدونکو د ځانتعيين حق په اړه د مسکو دريځ تکرار کړ.
د دې کتنې پر مهال، پوتين د ميداني بدلونونو راپورونه واورېدل، چې پکې د زااپوريژيا او دونېتسک په ځينو ښارونو کې د کنټرول ترلاسه کولو موضوع هم شامله وه. د روسيې د پوځ د لوی درستيز مشر والري ګيراسيموف په دې غونډه کې ولسمشر ته د لومړۍ کرښې د وضعيت او جګړو د ماموريتونو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.




